IQNA

د ایران د تیلو د صنعت دملی کیدا د قانون کلیزه(مقاله)

15:40 - March 20, 2022
د خبر لمبر: 3485561
تهران (ایکنا) -د کب دمیاشتې نهه ویشتمه نیټه ، په ۱۳۲۹لمریز کال کې د ایران دتیلو د صنعت د ملی کیدا دقانون دتصویبیدا  کلیزه ده .

ایکناخبری اژانس د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ، د ۱۳۲۳کال د کب د میاشتې په  نهه ویشتمه نیټه د ایران د تیلی صنعت دملی کیدا د قانون تصویبیدا،د پرَدَیو له لاسه ددغه ټاټوبی د ملی پانګې د ژغورلو لپاره د ایران د ولس په  مبارزو،سیاسی او اقتصادي تاریخ کې یومهم پيچومی  شمیرل کیږي .

 په هغه پړاؤ کې چې ایران په لویدیځي آسیا سیمې کې د اومو تیلو ترټولو ستر تولیدونکی ؤ او له امریکا،ونزویلا او شوروي وروسته،ددنیا داومو تیلو  څلورم معتبر تولیدونکی هیواد حسابیدۀ، بریتانیا د ایران د جنوب  له تیلو څخه دګټه پورته کولو امتیاز درلود او روسیې او امریکاهم  دایران دتیلو امتیاز ته تمه دارې سترګې نیولي وې  او  په حقیقت کې  استعمارګرانو دایران دت یلو په سر  پخپلو  کې سره سیالي کوله .

 د ایران دو خت لومړي وزیر  محمد مصدق حکومت  کله ، د ۱۹۵۱کال  په اپریل کې د تیلو د صنتعت دملی کیدا  قانون اجرا،دحکومت په ایجنډا کې راوسته، نو د ایران په ضد کارړنګونې او دسیسې لازیاتې شوې.دډاکټر مصدق  دحکومت په ضد د ۱۹۵۳کال په اګست کې دامریکایانو –انګریزانو د کودتا رامینځةکیدا ، ددغو دسیسو یوه برخه وه .

له دغې کودتا وروسته،د بریټیش پيټرولیّم،شل  او د ټیګزاس  او کلیفورنیا  د تیلي کمپنیانو پشمول  د تیلی شرکتونو شتون ، دایران دتیلو  دغلاکولو ډګر ته وارد شول څو ددغه صنعت  له ملی کی دا سره سره  پر تیلو سلطه هماغه شان  وساتي .

خو په ۱۳۵۷لمریز کال کې د ایران داسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته ، د ۱۳۵۲لمریز کال د تړون (دکنسورشیّم دتمدید)پشمول درست بهرني تړونونه لغوه شول  او  د ۱۳۵۷کال د کب دمیاشتې له څوارلسمې نیټې څخه  عملا، د کشفونې ،ویستنې ، چاڼ  او دتیلو د صادرولو امتیازونه ، له کنسورشیّم څخه واخستل شول  او د ایران دتیلو د میلی شرکت په اختیار کې ورکړل شول .

  د اسلامی انقلاب په بریالیتوب سره په تیره بیا په  تیرې یوې لسیزې کې  داسلامی انقلاب د معظم لارښود له خوا د مقاومتي اقتصاد د بڼه رامینځة کونې د ضرورت په مطرح کیدا سره ،د اومو تیلو له  خرڅلاؤ څخه  د واټن سیاست، د پراختیا د پروګرامونو په لومړیتوب کې ورغی . په داسې حال کې چې  داسلامی انقلاب  له بریالیتوبه تر مخکې پورې  په هیواد کې  دتولید شوو اومو تیلو له ظرفیّته یوازې  دوویشت فی صدي برخه  چاڼ کیدله ، اوس دغه اندازه ، کابو پنځه څلویښت فی صدو ته رسیدلې ده  چې د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته د  اومو تیلو خرڅلاؤ دکمیدا ښودنه کوي .

دتجهیزاتو ځاي کیدا  هم تل د ا یران دتیلو دصنعت  یوه غوښته ده  او دغه صنعت د اسلامی انقلاب د بریالیتوب له ۴۳کلونو وروسته  د  تیلو ،ګیسو او پیټروکیمیکل  صنعت د ا ړتیا وړ تجهیزاتو په جوړولو کې  تر پنځه اتیا فی صدو پورې پخپلو پښو دریدلی دی

 دایران دتیلو دصنعت په ضد  له بندیزونو ددښمنانو هدف ،یو  د ایران په اقتصاد دکلک ګوزار  لپاره دتیلو د صادراتو غوڅیدا  او بل  هم ددغه صنعت کمزوری کول  او د اړتیا وړ شیانو او تجهیزاتو د واریدیدا د مخنیوی له لارې  د هیواد تولید دتوان کمیدا  وه . پر دې اساس ،  دایران د تیلو تولید  چې ډير زیات له خاصو تجهیزاتو  او پُرزو  تامینولو سره اړونده دی ، له خطرې سره مخ شوی دی . په دغه  پړاؤ کې یو ځل بیا  ، د تیلو د صنعت د تجهیزاتو ،پُرزو  او شیانو د جوړولو موضوع ، دایرانیو متخصصانو  په نبوغ ، توانمینو او د غیرت  په مرستې سره ، د پوهه بنسټه  او رغنده شرکتونو د موخو په سر کې  ده  او د دوي په همت  سره تر دې دمه ددغو تجهیزاتو او شیانو پنځه ا تیا فیصدي برخه  دهیواد په داخل کې جوړه شوي او نوره هم د جوړیدا په حال کې ده .

 ددغو هلوځلو نتیجه ،دتولید، چَڼَولو ، منتقلونې ، په حوزو کې  د ساتنې ، نوي کونې ا و پراختیا  د فعالیتونو ستره اندازه وه چې  دایران دتیلو صنعت ،  دتوانمنئ  هغې درجې ته ورسید چې د بندیزونو  دبې اغیزې کیدا په لاره کې لوړ ګامونه پورته  کړي .

د ۱۴۰۴لمریزکال   په افق کې د ایران دتیلو او ګیسو دصنعت لرلید، په ۱۳۸۲کال کې  تصویب  او ابلاغ شوی دی .  ددغه سند دلرلید په اساس  به ، ایران د ۱۴۰۴لمریزکال په افق کې د نړۍ د  انرژۍ  (تیلو اوګیسو) د مبادلې مرکز او له نورو هیوادونو په تیره بیا د  د تولید ، منتقلونې ، خدماتو او د انرژۍ د مصرف  پشمول د انرژۍ  د ډګر له  لویو لوبغاړو سره   د نړیوال رغنده  اومؤثر تعامل  کې   وي .

https://parstoday.com/ps/news/iran-i113674

captcha